اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د پرتګال د بهرنیو چارو له وزیر، پايولو رانګل سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې کړې دي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د پاکستان او پرتګال ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو ارزونه شوې چې دواړه هېوادونه یې د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۷۷مې کلیزې نمانځنه کوي.

 

اسحاق ډار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو، پارلماني همکاریو او منظم سلا مشورو پر پراختیا ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پایولو رانګل د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د پاکستان له ملاتړ مننه کړې ده.

 

نوموړي همدارنګه په پرتګال کې د مېشتو پاکستانیانو ونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په نږدې کولو کې مهمه بللې ده. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، په ملګرو ملتونو او د اروپايي ټولنې په چوکاټ کې پر همکاریو هم خبرې کړې دي.

 

د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر د سیمه‌ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې د پاکستان د رغنده رول ستاینه کړې او دواړو لورو د ګډو ننګونو د حل لپاره د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او څو اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.