لکي مروت (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعې کې د پولیسو پر یو وین د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو (آی اې ډي) چاودنه شوې چې له امله یې دوه پولیس سرتېري او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې دوه پولیس سرتېري کامران او سجاد او درې ملکي وګړي ثناءالله، شفقت الله او محمد ذیشان شامل دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او ټپیان یې د لکي ښار روغتون ته لېږدولي دي. د چاودنې د څرنګوالي او مسوولیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


غلام اکبر مروت