نوي ډیلي (شال نیوز) : د پاکستان د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې وزیر، مصدق ملک په نوي ډیلي کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تمدنونو د ډیالوګ په لومړۍ غونډه کې په اردو ژبه وینا کړې چې په هند کې یې پراخ هرکلی شوی دی.

 

نوموړي وویل: “د مرزا غالب له مقبرې سره نږدې په انګلیسي خبرې کول ورته نااشنا ښکاري، نو ځکه غواړي خپلې خبرې په ګډه اردو ژبه وړاندې کړي.”

 

هغه ډیلي، لکهنو او لاهور د سیمې د ګډ ادبي او کلتوري تاریخ مهم مرکزونه وبلل. د نوموړي وینا په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو هندي وګړو او لیکوالانو پام ځانته اړولی دی.

 

هندي لیکوالې او خبریالې غزاله وهاب د هغه وینا «د غالب ډیپلوماسي» بللې او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات د دواړو هېوادونو ګډ ادبي او کلتوري میراث نشي له منځه وړلی.

 

ګڼو نورو هندي کاروونکو هم د نوموړي خبرې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ژبني او کلتوري پیوستون بېلګه بللې ده. دا په تېرو درېیو کلونو کې هند ته د یوه پاکستاني وزیر لومړنی سفر و او د شانګهای همکارۍ سازمان دغه غونډه د لړم له ۲۹مې د لیندۍ تر لومړۍ نېټې پورې په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه.