مردان (شال نیوز) : د مردان ښار او شاوخوا سیمو کې د ډزو، د چت نړېدو، ترافیکي پېښې او شخړو په بېلابېلو پېښو کې ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د طورو نوې کلي په سیمه کې د ډزو له امله ۳۷ کلن هدایت، د آخون بابا باچا کلي په جومات کې د چت د یوې برخې لوېدو له امله ۲۶ کلن عظمت الله او د شنکر شهیدې ابۍ په سیمه کې د ټراکټر او موټرسایکل د ټکر له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
همدارنګه د صافي آباد ډهېري په سیمه کې د یوې شخړې پر مهال ۱۷ کلن محمد علي هم ټپي شوی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې ټولو ټپیانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د درملنې لپاره د مردان مېډیکل کمپلېکس روغتون ته لېږدولي دي.


پامیر جان