پېښور (شال نیوز) : د سویلي وزیرستان دوه خبریالان د پېښور په ولي اباد سیمه کې ناپېژانده وسله والو له کوره له ځان سره بیولي دي، چې تر اوسه یې د ځای او حال په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دا پېښه د پېښور د پشتخرې تاڼې په حدودو کې شوې ده.
ویل کېږي چې ناپېژانده وسله وال په یوه سرکاري ډوله ډاله کې راغلي وو او د سرویکۍ پرېس کلب صدر او له سنو راډیو سره تړلی خبریال شبیر جان او د پرېس کلب فنانس سېکرټري عرفات الله محسود یې له کوره له ځان سره بیولي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دواړه خبریالان چا او ولې بیولي دي او اوس چېرته دي. د دواړو خبریالانو کورنۍ د هغوی د بې درکۍ له امله اندېښمنې دي، په داسې حال کې چې صحافتي حلقو هم پر دې پېښه تشویش څرګند کړی دی.
خبریالانو او صحافتي تنظیمونو له پولیسو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د دواړو خبریالانو درک دې ولګوي او هغوی دې په خیر خپلو کورونو ته راستانه کړي. دوی د پېښې د بې طرفه پلټنو غوښتنه هم کړې ده.
تر اوسه د پولیسو او نورو اړوندو ادارو رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی او د دواړو خبریالانو کورنۍ د هغوی د بېرته راستنېدو په تمه دي.


شال نیوز