لاهور (شال نیوز) : د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په منصوره کې د جماعت اسلامي پاکستان له امیر حافظ نعیم الرحمن سره لیدلي او پر مهمو ملي چارو یې ورسره مشورې کړې دي.
د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په لاهور کې د منصورې دوره کړې او د جماعت اسلامي پاکستان له امیر حافظ نعیم الرحمن سره یې مهمه لیدنه کړې ده، چې پر مهال یې د هېواد پر روان وضعیت او د امن او امان د ټینګښت پر اقداماتو خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د هېواد پر عمومي وضعیت او د امن او امان د ټینګښت په اړه تفصیلي خبرې اترې وشوې. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم د مشورو لړۍ روانه ساتي.
په دې موقع د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وویل، چې له هېواد سره د مخامخ ننګونو د هواري لپاره باید ټول خپل اغېزمن رول ولوبوي. بلخوا د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمن وویل، چې خلکو ته د ریلیف ورکول باید تر ټولو لومړیتوب وي.


شال نیوز