کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ پولیس واي هغه کس، هاشم خان ي نیولی چې د خپلې مېرمنې د تبر په ګوزارونو د وژلو تور پرې لګېدلی دی. پولیسو د نیول شوي کس له ولکې څخه د قتل لپاره کارول شوی تبر هم برآمد کړی دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د نومبر په ۱۱مه فهیم خان د ښار په تاڼه کې راپور درج کړی و چې خور یې د خپل خاوند هاشم خان له لوري د تبر په ګوزارونو وژل شوې ده. د پېښې له خبرتیا وروسته د کوهاټ ډي پي او، ایس ایس پي رای مظفر اقبال، د تورن کس د ژر تر ژره نیولو امر کړی و.

 

د تحصیل چوکي د انچارج نور محمد خان په مشرۍ پولیسو ډلې د عصري پلټنیزو لارو چارو او ساحوي استخباراتي معلوماتو په مرسته د تورن کس درک ولګاوه او د بریالي عملیاتو په ترڅ کې یې ونیوه. د پولیسو په وینا، له نیول شوي تورن کس څخه نورې پلټنې روانې دي.