چمن (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سناتور ایمل ولي خان ویلي، پښتانه باید له چمنه تر چتراله د خپلو ملي، سیاسي او اقتصادي حقونو د ترلاسه کولو لپاره سره یو موټی شي او د یوې واحدې صوبې د جوړېدو لپاره خپل غږ پورته کړي.

 

نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه د بلوچستان په چمن ښار کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د خان جیلاني خان اڅکزي د ۱۶م او اسد خان اڅکزي د شپږم تلین په مناسبت جوړې شوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

 

ایمل ولي خان وویل، د پښتنو او بلوڅو د سیمو طبیعي زېرمې باید د همدغو سیمو د خلکو په واک کې وي او د دغو سرچینو په اړه د پوښتنې او حساب غوښتلو حق باید خلکو ته ورکړل شي.

 

هغه زیاته کړه، دوی د معدني زېرمو د لېږد مخالف نه دي، خو د دغو زېرمو لومړی حق د سیمې د اوسېدونکو دی او د خلکو له غوښتنو پرته د هغوی د سرچینو په اړه پرېکړې د منلو وړ نه دي.

 

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پښتنو د تګ راتګ لارو د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې سرحدي لارې باید د خلکو د روزګار لپاره ژر تر ژره پرانیستل شي.

 

د عوامي نېشنل ګوند مشر وویل، د پښتنو او بلوڅو د سیمو د دفاع او د دواړو ولسونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره باید دواړه قومونه سره متحد شي. د هغه په وینا، د کوم قوم وېش نه مني او ګوند به یې ډېر ژر د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره ولسي تحریک پیل کړي.

 

په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان څانګې مشر اصغر خان اڅکزي هم پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې د خلکو د روزګار لارې تړل شوې دي، خو د هېواد په نورو برخو کې د پرمختیايي پروژو چارې روانې دي.

 

هغه ادعا وکړه چې د سیمې پر طبیعي سرچینو قبضه روانه ده او په هېواد کې اساسي قانون او قانوني اصول تر پښو لاندې کېږي.

 

د غونډې ګډونوالو یو شمېر پرېکړه‌لیکونه هم تصویب کړل چې پکې په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ، بې‌قانونۍ، د طبیعي زېرمو د لوټ، د لویو لارو د ناامنۍ او د ټرانسپورټي وسایطو د سوځولو پر پېښو اندېښنه ښودل شوې ده.

 

په پرېکړه‌لیکونو کې د سیاسي فعالانو پر وړاندې د قضیو، رسنیزو محاکمو او د نیونو او نظر‌بندیو غندنه شوې او له حکومته غوښتنه شوې چې د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب تضمین کړي.

 

ګوند د اداري بنسټونو پر اساس د نویو صوبو جوړول هم رد کړي او غوښتنه یې کړې چې د نویو صوبو د جوړېدو پر مهال باید ملي کلتور، جغرافیه او ژبه په پام کې ونیول شي.

 

په پرېکړه‌لیکونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر د واکمنۍ د لګولو او د طبیعي سرچینو د لوټ د بندولو، په وفاقي ادارو کې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب او په بلوچستان کې د برېښنا او ګاز د ناعلان شوو بندښتونو او د لوړو بلونو د ستونزې د هواري غوښتنه هم شوې ده.

 

په غونډه کې د بلوچستان اسمبلۍ غړو زمرک خان اڅکزي، اکمل خان او د ګوند نورو مشرانو هم ویناوې وکړې. د غونډې په پای کې د خان جیلاني خان، اسد خان او نورو وژل شویو سیاسي مشرانو ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې شوې.