نیویارک (شال نیوز) : د بشري حقونو څار سازمان وایي، د ملګرو ملتونو د اداري او بودجوي چارو کمېټې وړاندیز کړی چې په ۲۰۲۷م کال کې د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم له ۱۷ کاري بستونو څخه اووه بستونه حذف شي.

 

د دغه سازمان په وینا، د یادو بستونو او اړوندې بودیجې کمول به د دغه میکانېزم د فعالیتونو پر بهیر منفي اغېز وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو، نړیوالو جرمونو او د دغو پېښو د عاملانو په اړه د څېړنو او اسنادو راټولولو وړتیا به محدوده کړي.

 

دغه سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د کاري بستونو کمول نه یوازې د میکانېزم د څېړنیزو فعالیتونو ظرفیت کموي، بلکې کولای شي د هغه خپلواکي او دندو ته د رسېدو وړتیا هم له ګواښ سره مخ کړي.

 

د بشري حقونو څار سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بستونو د حذف وړاندیز رد کړي او د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره د خپلو دندو د ترسره کولو په موخه اړینه بودجه او کافي بشري سرچینې په پام کې ونیسي.

 

د یادونې ده چې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا رامنځته شو.

 

دغه میکانېزم دنده لري چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او د نړیوالو جرمونو په اړه شواهد او اسناد راټول، تحلیل او خوندي کړي او د احتمالي عاملانو د حساب ورکولو په برخه کې مرسته وکړي.