پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د جعلي طبي سندونو او ناقانونه تعلیمي ادارو یوه شبکه افشا شوې، چې د راپورونو له مخې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې یې د خیبر پښتونخوا آلټرنېټېف مېډیکل کونسل په نوم د ډګریو د وېش کاروبار روان و.

 

د حیرانتیا خبره دا ده چې د یادې شورا قانوني ثبت او د ادارې رسمي موجودیت هم تر پوښتنې لاندې راغلی، په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت او اړوندو تنظیموونکو ادارو پر څارنې هم پوښتنې راپورته شوې دي.

 

د وزیراعظم د شکایتونو پورټل ته د غیر راجسټر شوې خیبر پښتونخوا آلټرنېټېف مېډیکل کونسل له لوري د شاوخوا ۷۵ جعلي ډګریو د ورکړې شکایت رسېدلی و، چې له څېړنو وروسته د ایف آی اې یوې ډلې د لوړو زده کړو د تنظیم ادارې تر څارنې لاندې د پېښور په نشترآباد او هشت نګري سیمو کې د شورا پر دفتر چاپه وهلې او د شورا مشر حضرت علي یې نیولی دی.

 

د ایف آی اې په لومړنیو څېړنو کې څرګنده شوې چې یاده شورا ښايي د یوې ناقانونه ادارې په توګه فعالیت کاوه او په پېښور، نوښار، چارسده، صوابۍ او ملاکنډ په ګډون یې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ګڼ کالجونه چلول.

 

د چارواکو په وینا، دغو کالجونو ته زده‌کوونکي د څلور کلنو طبي ډاکټرۍ پروګرامونو لپاره جذبېدل او وروسته ورته ډګریانې ورکول کېدې.

 

د چارواکو په خبره، په لومړنیو څېړنو کې شاوخوا ۷۵ زده‌کوونکو ته د ډګریو د ورکړې موضوع مخې ته راغلې، په داسې حال کې چې د ایف آی اې چارواکي ادعا کوي چې له یادې شورا سره د صوبې تر ۱۰۰ زیات کالجونه الحاق شوي وو.

 

بل لوري ته، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې شبکې له لارې د شاوخوا ۱۴ زره ډګریو د وېش ادعا هم شوې، خو د دغې شمېرې په اړه تر اوسه رسمي تایید او بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

 

د عملیاتو پر مهال ایف آی اې د مردان په شنکر سیمه کې د مبشر حسن کلینیک او د درګۍ په منګاه سیمه کې د آصف خټک او زاهدالله په نومونو فعال کلینیکونه هم مهر او لاک کړي دي.

 

همدارنګه له بېلابېلو ځایونو څخه شکمن کارتونه، ډګریانې، لېپټاپونه او موبایل ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي دي. د چارواکو په وینا، په راتلونکو څو ورځو کې په صوابۍ، سوات او نورو سیمو کې هم د نورو عملیاتو امکان شته.

 

د لومړنیو څېړنو له مخې، د دې احتمالي شبکې مرکزي کس د شورا مشر حضرت علي بلل شوی، چې د ایم ډي په نوم یې د هومیوپیتیک ډګریو د ورکړې کاروبار چلاوه.

 

ویل کېږي چې دغه لړۍ له ۲۰۰۷ کال راهیسې روانه وه او د دې لپاره یې په ټولنیزو رسنیو پاڼې او یوه وېبپاڼه هم جوړه کړې وه، چې پکې د سلګونو استادانو او تدریسي کارکوونکو معلومات درج شوي وو.

 

د دې احتمالي کاروبار له لارې به د بېوزلو او منځني پوړ کورنیو له زده‌کوونکو څخه درنې پیسې اخیستل کېدې او د طبي زده کړو او ډګریو په نوم به یې د غولولو اندېښنه څرګنده شوې ده.

 

که د دغو ډګریو ناقانونه‌والی ثابت شي، نو د یادو سندونو لرونکو کسانو تعلیمي اسناد او مسلکي راتلونکی به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.

 

د ایف آی اې چارواکي وايي، د پېښې د ټولو اړخونو، د اړوندو کالجونو د قانوني حیثیت، د ورکړل شویو ډګریو د تصدیق او په دې احتمالي شبکه کې د نورو ښکېلو کسانو د رول معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.