پاړاچنار (شال نیوز) : د کرمې په ضلعه کې پولیسو د عملیاتو پر مهال له غلا شویو د ګنډلو ماشینونو ډک موټر نیولی او څلور کسان یې نیولي دي. پولیسو له موټره ۱۷ د ګنډلو ماشینونه او یو برېښنايي موټور ترلاسه کړی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د کرمې د پولیسو مشر ایس ایس پي ډاکټر سعد افریدي ته پټ معلومات ترلاسه شوي وو چې د پاراچنار ښار د پولیسو په تاڼه کې د غلا په ثبت شوې قضیه کې نومول شوي کسان، غلا شوي توکي د ۳۲۱۶ شمېرې فیلډر موټر په وسیله له پاراچناره صدې ته لېږدوي.
د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته، د پولیسو مشر اړوندو افسرانو ته د سمدستي عملیاتو لارښوونه وکړه. د ډي اېس پي سرکل مظهر علي تر څارنې لاندې، د اغړې تاڼې مشر زاهد حسین طوري، د سمیر تاڼې مشر افتخار احمد او د مالي کلي د پوستې مسؤل مهدي حسین له پولیسو سره یوځای د اغړې تاڼې ترڅنګ کلابندي وکړه.
د موټرو د ناڅاپي پلټنې پر مهال یې یو مشکوک موټر ودرولو او تلاشي یې واخیسته. د موټر له شا برخې څخه ۱۷ غلا شوي د ګنډلو ماشینونه او یو برېښنايي موټور ترلاسه شول. پولیسو په دې تړاو څلور کسان، مسلم حسین، عرفان حیدر، سید علي انور او سید جبار حسین ونیول.
د پولیسو په وینا، د لومړنیو پلټنو پر مهال نیول شویو کسانو منلې چې د پاراچنار ښار له مسلکي زده کړو مرکز څخه یې د ګنډلو ماشینونه غلا کړي دي. د نیول شویو کسانو پر ضد د آغړې په تاڼه کې قضیه ثبت شوې او نورې پلټنې ترې روانې دي.
د کرم د پولیسو مشر ډاکټر سعد افریدي د پولیسو د ډلې بریالي عملیات ستایلي او ویلي یې دي چې په ټوله ولسوالۍ کې به د جرمونو پر ضد عملیات روان وي. نوموړي زیاته کړې چې د جرمونو د مخنیوي او د امن او نظم د ټینګښت لپاره به ټول شته امکانات په کار واچول شي.


علي افضل افضال