کابل (شال نیوز) : د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو دوه ښځې او درې سړي د خلکو د دوکه کولو، ګواښلو او په زور ترې د پیسو اخیستو په تور نیولي دي. د امنیه قوماندانۍ په وینا، دغه کسان د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې پولیسو نیولي دي.

 

چارواکي وايي، نیول شوو ښځو به له ځینو کسانو سره اړیکې جوړولې او د ملاقات لپاره به یې رابلل. وروسته به درې سړي ورغلل او د طالبانو د مجاهدینو له نوم څخه په استفادې به یې دغه کسان په اخلاقي فساد تورنول او د پیسو ورکولو ګواښ به یې ورته کاوه.

 

د کابل امنیه قومانداني وايي، له نیول شوو کسانو څخه یو موټر، دوه میله وسلې، دوه مخابرې او پنځه موبایل ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي دي. چارواکو د نیول شوو کسانو نومونه نه دي څرګند کړي او نه یې ویلي چې هغوی له څومره کسانو څخه څومره پیسې اخیستې دي.

 

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې نیول شوي کسان به کله عدالت ته وړاندې کېږي.