ننګرهار (شال نیوز) : په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر ادعا کوي چې په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه پراخه شوې ده.
ذبیحالله نوراني وويل: "د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ننګرهار کې د رسنیو فعالیت ښه شوی او څلورو نویو رسنیو خپل فعالیتونه پیل کړي دي. د هغو رسنیو فعالیتونه یې هم بېرته فعال کړي چې پخوا تړل شوې وې. اطلاعاتو ته لاسرسی پیاوړی شوی او خبریالان اوس کولای شي د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو په اړه راپورونه چمتو کړي."
خو ورته مهال په ننګرهار کې یوشمېر خبریالان وايي چې حکومتي ادارې پر وخت له دوی سره معلومات نه شریکوي او د راپورونو د چمتو کولو لپاره د اړینو معلوماتو ترلاسه کول لا هم له ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، رسنۍ د دوی د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو او تګلارې له مخې اداره کېږي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو نیولو، پر رسنیو او خپرونو د محدودیتونو لګولو او د سلګونو رسنیو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د فعالیت چاپېریال سخت محدود کړی دی.
په دغه موده کې سلګونه خبریالان د ګواښونو، فشارونو او د نیول کېدو له وېرې له افغانستان څخه وتلي او یا اړ شوي چې خپل مسلکي فعالیتونه ودروي.
په همدې حال کې د بېپولې خبریالانو سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د رسنیو ازادي نوره هم محدوده شوې او خبریالان له پراخو فشارونو سره مخ دي. دغه سازمان افغانستان د معلوماتو زندان بللی دی.
نوموړي سازمان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت هم د طالبانو د محدودیتونو له امله خراب بللی دی.


شال نیوز