نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د مسافرو بس او آئل ټېنکر ترمنځ د ټکر له امله د څلورو ښځو په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شوي دي، چې د درېیو حالت نازک ښودل شوی دی.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، دا پېښه د نوښار او پېښور ترمنځ په جي ټي روډ د پبي تحصیل د تارو جبه سټاپ سره نزدې شوې ده.

 

د ریسکیو چارواکي وايي، په پېښه کې د څلورو ښځو په ګډون ۱۳ کسان سخت ژوبل شوي، چې د پېښې له ځایه د پبي سول هسپتال او د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال ته رسول شوي دي.

 

چارواکي زیاتوي چې د یوې ښځې په ګډون د درېیو ژوبلو کسانو حالت نازک دی او د علاج لپاره د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال ته منتقل کړل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې ممکنه سبب تېز رفتاري او لړه وه. تر اوسه د ژوبلو کسانو شناخت نه دی څرګند شوی او نه هم د هغوی د صحت په اړه نور معلومات ورکړل شوي دي.