د بلوچستان په چمن ښار کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د جیلاني خان اڅکزي او اسد خان اڅکزي د تلین په مناسبت ولسي غونډه شوې ده. د ګوند مرکزي مشر او سناتور ایمل ولي خان غونډې ته په وینا کې له چمنه تر چتراله د پښتنو لپاره د یوې صوبې جوړولو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، پښتانه باید د خپلو ګډو ملي، سیاسي او اقتصادي حقونو د ترلاسه کولو لپاره سره یو موټی شي. ایمل ولي خان د طبیعي زېرمو پر واک او د سرحدي لارو پر بندښت هم نیوکې کړې او د دغو لارو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده، نور تفصیل د نعیم اچکزي په ويډیويي راپور کې وګورئ