دوحه (شال نیوز) : د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کرکټ اسیا کپ رایزینګ سټارز سیالیو په یوه مهمه لوبه کې پاکستان اې لوبډلې هند اې لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه کې پاکستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۳ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره حسن نواز تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې وکړې. نوموړي په خپله پاڼۍ کې پنځه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. معاذ صداقت ۵۹ او فرحان یوسف ۵۶ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې شامل حسین ۳۳ او لوبډلمشر عبدالصمد ۲۸ منډې وکړې.
د هند اې لوبډلې لپاره وپراج، سوریانش، پرنس او هرشیت دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. د هند اې لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره ښه پیل ونه کړ او په ۲۶ منډو یې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
خو ابیشک شرما ۷۰ منډې وکړې او د لوبډلمشر تلک ورما او شاهد احمد ترمنځ د اوومې ویکټې لپاره د ۱۱۲ منډو ملګرتیا هم وشوه. شاهد احمد ۵۶ منډې وکړې، په داسې حال کې چې تلک ورما د ۱۰۰ منډو په جوړولو سره د هند وروستی لوبغاړی و چې وسوځېد.
د هند اې لوبډله په ۲۶۵ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر وبایلله. د پاکستان لپاره حسن نواز او علي رضا درې، درې او عمران رندهاوا دوه لوبغاړي وسوځول.
له دې بریا سره پاکستان اې په سیالیو کې د دوو لوبو له ترسره کولو وروسته څلور امتیازونه ترلاسه کړي او د نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانسونه یې زیات شوي دي.


شال نیوز