کوهاټ (شال نیوز) : په کوهاټ کې د دوو پولیس اهلکارو له نوکرۍ د برطرفه کولو خلاف یو شمېر پولیس اهلکارو احتجاج کړی او کچهري چوک یې د ټریفک پر مخ تړلی دی. احتجاج کوونکي وایي، د کوهاټ ډي پي او د افنان او قدیر په نوم دوه پولیس اهلکار د امن کمېټۍ د جوړولو په تور له نوکرۍ برطرفه کړي دي.
د دغې پرېکړې خلاف د دواړو اهلکارو ملګري کچهري چوک ته راوتلي او د هغوی د بېرته بحالولو غوښتنه یې کړې ده. احتجاج کوونکو وویل چې پولیس اهلکار د امن په ساتلو او د ترهګرۍ خلاف جګړه کې قربانۍ ورکوي او ګڼ شمېر پولیس اهلکارو د دندې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی شکایت وکړ چې لوړپوړي پولیس افسران د شهیدانو کورنیو او ماشومانو ته پوره پام نه کوي او د خپلو ماتحتو اهلکارو ستونزې هم نه اوري. احتجاج کوونکو له لوړپوړو پولیس چارواکو غوښتنه وکړه چې د افنان او قدیر د برطرفۍ پرېکړه دې بیا وڅېړي او له دواړو سره دې انصاف وشي.
بلخوا د احتجاج له پیلېدو وروسته د کوهاټ ایس ایس پي انوېسټيګېشن کمال شاه کچهري چوک ته رسېدلی او له احتجاج کوونکو سره یې د مسئلې د حل لپاره خبرې پیل کړې دي. د احتجاج له امله په کچهري چوک کې ټریفک اغېزمن شوی دی.
تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د نتیجې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او د پولیس اهلکارو د برطرفۍ په اړه د کوهاټ د ډي پي او دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز