کندهار (شال نیوز) : د کندهار د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې ۳۵۱ زره لوی او کوچني ټکانونه، د موسیقۍ وسایل، چلمونه، د چلم مېوې او ځینې نور توکي سوځولي دي.

 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه توکي د تېري یوې میاشتې په ترڅ کې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو، چې د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په حضور کې وسوځول شول.

 

شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې هم یاد ریاست په کندهار کې نږدې ۳۰۷ زره لوی او کوچني ټکانونه او د موسیقۍ وسایل سوځولي وو.