واڼا (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په مرکز وانا کې د صفایۍ، د اوبو د نکاسۍ او نورو بلدیاتي سهولتونو د نشتوالي له امله د خلکو د ستونزو د زیاتېدو شکایتونه شوي دي.

 

د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د کوز سویلي وزیرستان یو مشر ملک خیال محمد وزیر ویلي چې د وانا تحصیل میونسپل افسر (ټي اېم او) شاهد اقبال خټک د مارچ له پنځمې نېټې راهیسې مبینه توګه له خپلې دندې غیر حاضر دی، چې له امله یې د سیمې بلدیاتي چارې اغېزمنې شوې دي.

 

ملک خیال محمد وزیر وايي، په وانا کې د صفایۍ، د نالیو د پاکولو، د اوبو د نکاسۍ او نورو بنیادي سهولتونو په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د اړوند افسر د مبینه غیر حاضرۍ له امله د دوی شکایتونو ته پر وخت رسېدګي نه کېږي.

 

نوموړي وویل چې د تحصیل میونسپل ادارې ذمه واري ده چې خلکو ته بنیادي بلدیاتي سهولتونه برابر کړي، خو د اړوند افسر د مبینه اوږدې غیر حاضرۍ له امله د خلکو د ستونزو د حل چارې اغېزمنې شوې دي.

 

هغه له صوبايي حکومت، ضلعي انتظامیې او اړوندو لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې د ټي اېم او د مبینه غیر حاضرۍ پلټنې وکړي، وجوهات یې معلوم کړي او د وانا د بلدیاتي ستونزو د هواري لپاره سمدستي ګامونه واخلي.

 

د ملک خیال محمد وزیر د دغو څرګندونو په اړه د تحصیل میونسپل افسر شاهد اقبال خټک او ضلعي انتظامیې دریځ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی. د نوموړي د غیر حاضرۍ ادعا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.