کابل (شال نیوز) : د افغانستان نوموتی سندرغاړی او د موسیقۍ د ډګر پېژندل شوې څېره وحید صابري د کلونو هنري فعالیت وروسته د ۲۰۲۶م کال د نومبر پر ۲۱مه ومړ.

 

د نوموړي د مړینې خبر د یو شمېر افغان هنرمندانو، په ګډون د مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، له خوا د خواخوږۍ پیغامونو په خپرولو سره تأیید شوی دی. د صابري پر مړینه د افغانستان د هنري ټولنې او د هغه د مینه‌والو ګڼو کسانو خواشیني څرګنده کړې ده.

 

وحید صابري د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو پر مهال د افغانستان د موسیقۍ له مشهورو څېرو څخه و او د خپل ځانګړي غږ او هنري فعالیت له امله یې پراخ شهرت درلود.

 

نوموړي د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې په کابل کې د «باران» موسیقۍ ډلې په جوړولو او فعالیت کې له فرهاد دریا، اسد بدیع، مختار مجید او جاوید راهي سره ونډه لرله. دغه ډله د افغانستان د معاصرې موسیقۍ په وده کې مهم رول درلود او د خپل ځانګړي سبک له امله یې د ګڼو مینه‌والو پام ځان ته اړولی و.

 

د «دو موجود ز هستی گرامی‌تر است» (دوهستي د ژوند تر ټولو ارزښتمن موجودات دي)، «یک روز بلند آفتابی» (یوه اوږده لمرینه ورځ) او «بهار آمده» (پسرلی راغی) سندرې د نوموړي له مشهورو هنري اثارو څخه دي، چې ځینې یې د باران موسیقۍ ډلې په ملتیا ثبت کړې وې.

 

نوموړي له افغانستانه بهر هم خپل هنري فعالیت ته دوام ورکړی و او د راپورونو له مخې، د ژوند په وروستیو کلونو کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې اوسېده.

 

د نوموړي د مړینې د لامل او څرنګوالي په اړه تر اوسه رسمي او بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د هغه مړینې د افغانستان د هنري ټولنې او د موسیقۍ د مینه‌والو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

 

د وحید صابري مړینه د افغانستان د موسیقۍ د یوې پېژندل شوې هنري څېرې له لاسه ورکول دي؛ هغه چې غږ او سندرې یې د افغانانو د څو نسلونو په هنري او فرهنګي خاطرو کې ځای لري.