سوات (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سیند په غاړه د ناقانونه کانکېندنې او کرش پلانټونو د فعالیتونو پر ضد د شپې ناڅاپي عملیات شوي او دوه اېکسکویټرونه او پنځه ټراکټر ټرالیانې نیول شوې دي. د سوات د مرستیال کمېشنر عدنان ابرار په مشرۍ دا عملیات د ولسي شکایتونو له ترلاسه کېدو وروسته شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ښاغلي ابرار د شپې ناوخته د یوه عام وګړي په څېر، له کوم رسمي پروتوکول پرته، د سوات سیند غاړې ته ورغلی او د ناقانونه کانکېندنې او د ډبرو ماتولو د فعالیتونو څارنه یې کړې ده.
د عملیاتو پر مهال دوه اېکسکویټرونه او پنځه ټراکټر ټرالیانې نیول شوې دي او اړوندو چارواکو ته د فعالیتونو د مسوول قراردادي پر ضد د قانوني اقدام کولو لارښوونه شوې ده.
د سوات مرستیال کمېشنر اړوندو ادارو ته ویلي چې د سیند په غاړه د ناقانونه کانکېندنې، د طبیعي چاپېریال د زیانمنولو او د مقرراتو د سرغړونې په تړاو دې له ټولو ښکېلو کسانو سره له توپیره پرته قانوني چلند وشي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سوات سیند د طبیعي چاپېریال، د اوبو د بهیر او د عامو خلکو د ګټو ساتنه د دوی لومړیتوب دی او د ناقانونه فعالیتونو پر ضد به اقدامات دوام ولري.


عصمت علي اخون