د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د هایکورټ بار ایسوسی اېشن غونډې ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان د روان سیاسي او اقتصادي بحران د حل لپاره نوي، ازاد او رڼه انتخابات ضروري دي. نوموړي له خېبر پښتونخوا سره د پخوانۍ فاټا د یو ځای کېدو، په قبایلي ضلعو کې د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي، په صوبه کې د بدامنۍ، ګورنر راج او د صوبو د واکونو په اړه هم خبرې کړې دي. مولانا فضل الرحمان له تحریک انصاف سره د خپلو پخوانیو خبرو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې سیاسي ستونزې باید د خبرو اترو او جمهوري لارو چارو له لارې هوارې شي. نور تفصیل د خالده نیاز او بلاول ارشد ارباب په ویډیويي راپور کې وګورئ.


عامر داوړ