کابل (شال نیوز) : کابل کې د طالبانو حکومت وايي، د ارغندي په سیمه کې د یو ارب او ۲۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړېدونکي ټرانسپورټي ټرمینل ۸۲ فیصده کار بشپړ شوی دی.

 

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، ویلي چې دغه ټرمینل په ۹۱۴ جریبه ځمکه جوړېږي او د ودانولو چارې یې له ټاکل شوي پلان سره سمې روانې دي.

 

د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د طالبانو حکومت ورکوي او مقصد یې په کابل کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو زیاتول او د مسافرو او موټرو د تګ راتګ منظمول دي.

 

د چارواکو په وینا، د ټرمینل له بشپړېدو سره به د کابل په ارغندي سیمه کې د ټرانسپورټ لپاره یو لوی مرکز جوړ شي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ټرمینل پاتې ۱۸ فیصده کار به کله بشپړ شي او دغه مرکز به کله پرانیستل شي.