نوي ډیلي (شال نیوز) : د هند د ملي تحقیقاتو ادارې مشر راکېش اګروال ویلي چې د نوي ډیلي د سره کلا سیمې ته څېرمه د تېر کال د نومبر په چاودنه کې یو شکمن کس ښايي په افغانستان کې پټ وي.

 

اګروال د نومبر په ۲۰مه خبریالانو ته ویلي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات نږدې بشپړ شوي او د تورنو کسانو پر ضد په عدالت کې د تورپاڼو د وړاندې کولو بهیر روان دی.

 

نوموړي ویلي چې په دې قضیه کې یو شکمن کس لا هم نه دی نیول شوی او امنیتي ادارې یې د موندلو هڅې کوي. که څه هم اګروال د دغه کس نوم نه دی اخیستی، خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شکمن کس مظفر راچر نومېږي او د جمو او کشمیر پولیس یې په لټه کې دي.

 

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لسمه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د تاریخي سره کلا ته څېرمه په یوه موټر کې چاودنه شوې وه چې له امله یې شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.

 

له چاودنې وروسته د هند حکومت د پېښې د تحقیقاتو مسوولیت د ډیلي له پولیسو څخه د ملي تحقیقاتو ادارې ته سپارلی و. د هند د ملي تحقیقاتو ادارې په وینا، په دې قضیه کې د لسو تورنو کسانو پر ضد په ځانګړي عدالت کې تورپاڼه وړاندې شوې ده.

 

هندي تحقیقاتي چارواکو ادعا کړې چې په دې پېښه کې تورن کسان له «انصار غزوات الهند» وسله والې ډلې سره اړیکې لري. دغه ډله د هند په نیمه وچه کې له القاعدې سره تړلې بلل کېږي. د هند د کورنیو چارو وزارت القاعده او ورسره تړلې ډلې د ترهګرو تنظیمونو په نوملړ کې شاملې کړې دي.

 

تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې تښتېدلی شکمن کس په افغانستان کې دی. د افغانستان د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.