مسکو (شال نیوز) : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د داعش په ګډون نړیوالې وسله والې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي او د دغو ډلو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د سیمې د هېوادونو ګډې هڅې ضروري دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، یوې خبري غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د جرړو له منځه وړل او د امنیت ټینګښت د ټولې سیمې لپاره مهم دي.
هغې ویلي چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید له پټو سیاسي موخو پرته وشي او د سیمې ستونزې باید د سیمهییزو هېوادونو په ګډو هڅو حل شي. زاخارووا زیاته کړې چې روسیه د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه خبرو او د ګډو هوکړو په عملي کولو کې همکارۍ ته چمتو ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پاکستان په سوېلي اسیا، په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت په برخه کې، د مسکو مهم شریک بللی دی. د هغې په وینا، روسیه او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د افغانستان د وضعیت په اړه په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه نږدې اړیکې او همغږي لري.
زاخارووا ویلي چې روسیه د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو د همکاریو لپاره د مسکو فارمټ ته لومړیتوب ورکوي. په دې فارمټ کې د روسیې، افغانستان، پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه هم خبرې کړې دي. هغې ویلي چې مسکو د دواړو لورو ترمنځ وضعیت له نږدې څاري او غواړي چې اختلافات د خبرو اترو او سفارتي لارو حل شي.
زاخارووا زیاته کړې چې که پاکستان او افغان طالبان غوښتنه وکړي، روسیه چمتو ده چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو په برابرولو کې مرسته وکړي. د روسیې دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر اختلافات روان دي.
پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي او د طالبانو حکومت یې مخه نه نیسي. خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي.
طالبان په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې هم ردوي او وايي چې د دې ډلې پر ضد یې عملیات کړي او فعالیتونه یې محدود کړي دي.


شال نیوز