کابل (شال نیوز) : د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې ګڼې انځوریزې رسنۍ له اقتصادي ستونزو، پر خپرونو له محدودیتونو او د خبریالانو له مسلکي ننګونو سره مخ دي.

 

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۶ کال کې د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون نړیواله ورځ اعلان کړې وه. د دې ورځې موخه د عامه پوهاوي، سولې، کلتوري اړیکو او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د ټلوېزیون د رول څرګندول دي.

 

په افغانستان کې د ټلوېزیون بنسټ د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو، خو رسمي خپرونې یې د ۱۳۵۷ لمریز کال د زمري په ۲۸مه پیل شوې.

 

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د دولتي ټلوېزیون ترڅنګ لسګونه خصوصي او سیمه‌ییز ټلوېزیونونه جوړ شول، چې د خبرونو، زده‌کړو، تفریحي خپرونو او عامه پوهاوي په برخه کې یې مهم رول ولوباوه.

 

خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي. د رسنیو د ملاتړ ادارو د راپورونو له مخې، اقتصادي ستونزو او پر خپرونو لګېدلو محدودیتونو د یو شمېر ټلوېزیونونو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

 

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، د رسنیو د ملاتړ او د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یې په کابل او ولایتونو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي دي.

 

د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲۰۰ څخه زیاتې رسنۍ ثبت شوې دي. غفران زیاتوي چې د وزارت په نشراتي پالیسۍ کې کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو او د خلکو شخصي حریم ته پام کېږي.

 

د رسنیو د چارو شنونکی ذبیح‌الله حیدري وايي، ټلوېزیون د خلکو په ټولنیز او کلتوري ژوند کې مهم رول لري او د معلوماتو په رسولو، د سولې په ټینګښت او د ټولنیزو ستونزو په حل کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

 

په وروستیو کلونو کې د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو له پراختیا سره د ټلوېزیون د لیدلو دود هم بدل شوی دی. اوس ګڼ خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، خبرونه او نورې خپرونې د ټلوېزیون پر ځای په موبایل او انټرنېټ ګوري.

 

د ټلوېزیون نړیواله ورځ لومړی ځل په ۱۹۹۶ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا وپېژندل شوه. له هغه وخت راهیسې دا ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه نمانځل کېږي.