نوښار (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د اباسین سیند په غاړه د سرو زرو د غیرقانوني کیندنې خلاف د پولیسو، معدنیاتو محکمې او ضلعي انتظامیې په ګډو عملیاتو کې ۲۳۷ مرکزونه ړنګ کړل شوي او ۲۲ کسان نیول شوي دي.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، دغه عملیات د نظامپور په امان پوره سیمه کې شوي، چې پکې د سرو زرو د کیندنې لپاره کارېدونکي ۱۷۰ پلانټونه، شپږ ډمپرونه، پنځه ټریکټر ټرالۍ، ۱۵ جنرېټرونه، ۱۷ اېکسکېوېټرونه او درې موټرسایکلونه هم د کارروایۍ لاندې راوستل شوي دي.

 

سرچینې وايي، د عملیاتو پر مهال دوه هوټلونه او هغه ځایونه هم ړنګ کړل شوي چې د سرو زرو د غیرقانوني کیندنې مشینري او نور سامان پکې ساتل کېده. د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال یوه درنه مشین ګڼه، یو کلاشنکوف، درې رائفلونه، دوه ټوپکونه او د بېلابېلو وسلو سلګونه کارتوس هم ترلاسه شوي دي.

 

سرچینې زیاتوي چې پولیسو د قتل په مقدمو کې د څلورو مطلوبو اشتهاري ملزمانو کورونه هم تلاشي کړي دي. د عملیاتو پر مهال د درېیو سهولت کارانو په ګډون ۲۲ کسان نیول شوي او د ملزمانو خلاف مقدمې درج شوې دي.

 

د سرچینو په وینا، د عملیاتو له پیل مخکې پولیسو سیمه له څلورو خواوو کلابنده کړې وه او بیا یې د غیرقانوني کیندنې په مرکزونو کارروایي پیل کړې وه. تر اوسه پولیسو دا نه دي ویلي چې په نیول شویو کسانو کې څومره د سرو زرو په غیرقانوني کیندنه کې ککړ دي او څومره په نورو مقدمو کې مطلوب وو.