کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو ټولنې له حکومته غوښتي چې د ۷۱۲ تخصصي ډاکټرانو د تېرو شپږو میاشتو امتیازي پیسې او د ۶۰۰ څخه د زیاتو هاوس افسرانو پاتې واجبات دې ژر تر ژره ورکړي.
د دې ټولنې مشر ډاکټر حئي بلوچ د کوټې په مطبوعاتي کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په بلوچستان کې ډاکټران له اوږدې مودې راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو اغېز د عامو خلکو پر روغتیايي خدمتونو هم کېږي.
نوموړي وویل، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۷۱۲ تخصصي ډاکټرانو ته امتیازي پیسې نه دي ورکړل شوې او تر ۶۰۰ زیات هاوس افسران هم د خپلو پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره له یوه دفتره بل ته ګرځي.
د ډاکټر حئي بلوچ په وینا، د هاوس افسرانو د پاتې پیسو د ورکړې په اړه د بلوچستان د لوړې محکمې له پرېکړې سره سره، لا هم هغوی ته پیسې نه دي ورکړل شوې.
هغه په روغتیايي څانګه کې د ګومارنو پر څرنګوالي هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د نیفرولوژۍ او یورولوژۍ په ګډون په ځینو روغتیايي ادارو کې د پخوانیو ګومارنو بېطرفه څېړنې او په راتلونکې کې د وړتیا پر بنسټ د کسانو ګومارل اړین دي.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې مشر همداراز وویل، چې په دولتي روغتونونو کې د درملو او طبي وسایلو کمښت، د روغتیايي کارکوونکو نشتوالی او د امنیتي تدابیرو کمزورتیا هغه ستونزې دي، چې باید حکومت ورته پام وکړي.
د دغې ټولنې مشرانو غوښتنه کړې، چې د بلوچستان د زړه او رګونو ناروغیو انسټیټیوټ ټولې خالي دندې دې یو ځل بیا اعلان او د ازموینو او مرکو له لارې دې په شفاف ډول ډکې شي.
هغوی همداراز له حکومته غوښتي، چې د ۷۰۰ څخه د زیاتو خالي طبي افسرانو دندو لپاره دې د بلوچستان د عامه خدمتونو کمېسیون له لارې ژر ګومارنې وشي او د ډاکټرانو هغه ستونزې دې هم هوارې شي، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې ځنډېدلې دي.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې له وزیراعلی میر سرفراز بګټي، اعلی سرمنشي او د روغتیا څانګې له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د ډاکټرانو پر قانوني غوښتنو دې سمدستي عمل وکړي.
د ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی، چې ډاکټران به د خپلو حقونو ترڅنګ د وړتیا، روڼتیا او حساب ورکونې د نظام د ټینګښت لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.


نعيم اچکزئي