واڼا (شال نیوز) : د کوز سويلي وزیرستان په واڼا بازار کې ناڅرګنده موټرسایکل سپرو پر پولیس کانسټېبل سلام ولد عبدالرحمن دوتاني ډزې کړې دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، په برید کې نوموړی ټپي شوی وو چي وروسته ي د وانا مرکزي روغتون کې ساه ورکړي ده۔

 

د پېښې د انګېزې او بریدګرو د پېژندګلوۍ په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. د يادوني وړ ده تيري څه مودي راهسي په خيبرپښتونخوا کې پر پوليسو بريدونو کې زياتوالې راغلې دې چي پکي ګڼ شمير پوليسو ژوند له لاسه ورکړې دې۔