بنو: د بنو د امن کمېټۍ مشر خواب نواز له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د وسله والو پر ضد د مبارزې او په سیمه کې د امن ټینګښت لپاره دې دوی ته اړین وسایل او اسانتیاوې برابرې کړي.

 

نوموړي پر ځايي جرګه د کواد کاپټر برید وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ټول وسایل او اسانتیاوې د ریاست په واک کې دي، خو د دوی کمېټې ته نه ورکول کېږي.

 

خواب نواز وايي، دوی غواړي په سیمه کې د امن ټینګښت او د وسله والو پر ضد مبارزه کې خپل رول ولوبوي، خو د دې کار د اغېزمن ترسره کولو لپاره د ریاست ملاتړ او اړینو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

 

د نوموړي په وینا، که حکومت ورسره اړینې مرستې وکړي، دوی به وکولای شي په سیمه کې د امن لپاره خپل فعالیتونه په ښه توګه ترسره کړي.