برلین (شال نیوز) : د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال د بُن ښار د افغانستان په لویه کونسلګرۍ کې د طالبانو لپاره کار کوي.

 

د «ډبلیو ډي آر» او «اېن ډي آر» ټلوېزیوني شبکو د څېړنو له مخې، په دغو کسانو کې ځینې هغه افغانان هم شامل دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته اروپا ته کډوال شوي وو او اوس د هماغې ډلې لپاره کار کوي چې پخوا یې ترې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه.

 

په راپورونو کې راغلي، طالبانو له یوه کال څخه زیاته موده کېږي، د افغانستان دغه ډیپلوماتیکه استازولۍ په واک کې اخیستې، خو د چارو د دوام لپاره یې نویو کارکوونکو ته اړتیا لرله، څو مراجعینو ته ښه راغلاست ووایي، د پاسپورټ غوښتنلیکونه وڅېړي او اسناد صادر کړي.

 

يادې شبکې وايي، د افغانستان په کونسلګرۍ کې یې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو کاري تړونونه لیدلي چې متنونه یې یو شان دي او د «افغانستان اسلامي امارت» رسمي نښان پرې لګېدلی دی.

 

د راپورونو له مخې، دغو کسانو د کاري تړونونو په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې د خپلو قوماندانانو امرونو ته به بې‌قید او شرطه غاړه ږدي.

 

په جرمني کې له طالبانو سره همکاري ممکنې قانوني پایلې ولري. هغه کسان چې د دې ډلې لپاره کار کوي، ښايي په جرمني کې د خوندیتوب یا پناه غوښتنې حیثیت له لاسه ورکړي.

 

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د جرمني حکومت ظاهراً په رسمي توګه د بُن ښار د افغانستان په لویه کونسلګرۍ کې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو له هویت څخه خبر نه دی.