کابل (شال نیوز) : د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د ډسمبر په درېیمه به د لیلام له لارې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر وپلوري. د دې اقدام موخه په بازار کې د بهرنیو اسعارو د عرضې تنظیمول او د افغانۍ د ارزښت د ثبات ساتل دي.

 

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې له ټولو هغو تجارتي بینکونو، صرافانو او مالي خدمات وړاندې کوونکو شرکتونو غوښتنه کړې چې د لیلام شرایط پوره کوي، په دې بهیر کې برخه واخلي.

 

د بانک د معلوماتو له مخې، هغه بینکونه او شرکتونه چې په لیلام کې بریالي شي، باید د لیلام د ورځې تر پای پورې خپلې ټولې مالي معاملې تصفیه کړي.

 

مرکزي بانک څرګنده کړې چې د ډالرو د پېرلو په بدل کې به د پیسو په قسطونو یا برخو کې د ورکړې اجازه نه وي. بریالي ګډونوال به اړ وي چې ټاکل شوې پیسې په یوه وار او په نغدو د افغانستان بانک ته وسپاري.

 

افغانستان بانک وخت په وخت د بهرنیو اسعارو لیلامونه کوي. په دې بهیر کې مرکزي بانک تجارتي بینکونو او د صرافۍ شرکتونو ته ډالر پلوري، څو په بازار کې د بهرنیو اسعارو عرضه زیاته او د افغانۍ پر ارزښت احتمالي فشار کم شي.

 

اقتصادي لحاظه، کله چې په بازار کې د ډالرو غوښتنه زیاته شي، د افغانۍ پر ارزښت فشار پیدا کېدای شي. مرکزي بانک د ډالرو د لیلام له لارې هڅه کوي چې دغه غوښتنه پوره کړي او د اسعارو په نرخونو کې د ناڅاپي بدلونونو مخه ونیسي.

 

د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر وارداتو ولاړ دی او د خوراکي موادو، تېلو، درملو او نورو ضروري توکو د پېرلو لپاره بهرنیو اسعارو ته اړتیا لري. له همدې امله د ډالر او افغانۍ د تبادلې نرخ د وارداتي توکو پر بیو هم اغېز لرلای شي.

 

خو د ډالرو لیلام په یوازې ځان د افغانۍ د ارزښت د ثبات ضمانت نه شي کولای. د اسعارو نرخونه د بازار له غوښتنې او عرضې، وارداتو، بهرنیو مالي مرستو او نورو اقتصادي عواملو سره هم تړاو لري.

 

د افغانستان بانک تر اوسه نه دي ویلي چې په راتلونکي لیلام کې به ډالر په کوم نرخ وپلورل شي او یا به د ګډون کوونکو لپاره د پېرلو کوم حد ټاکل شوی وي. همداراز، دا هم نه ده څرګنده شوې چې له دې لیلام وروسته به د افغانۍ او ډالر د تبادلې په نرخ کې څومره بدلون راشي.