کابل (شال نیوز) : د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي، له طالبانو سره د نړۍ سیاسي تعامل او د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د افغانانو او ټولې سیمې په ګټه ده او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

 

نوموړي د اسلامي همکاریو ټولنې (او آی سي) له لوري له طالبانو سره د پړاووار تعامل لپاره د یوې لارنقشې تر بحث وروسته، د دغې موضوع په اړه غبرګون ښودلی دی.

 

مجاهد ویلي، د طالبانو او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پراخول مهم او ارزښتناک دي او نړیوال باید د افغانستان اوسني واقعیتونه په پام کې نیولو سره د سیاسي تعامل د پراختیا لپاره همکاري وکړي.

 

هغه ټینګار کړی چې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو پراختیا کولای شي د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

 

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په سعودي عربستان کې د جده ښار په یوه مقدماتي تخنیکي غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د منظم تعامل پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

 

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو او د تعامل لپاره د یوه منظم چوکاټ پر جوړولو بحث کړی دی.

 

اسلامي همکاریو ټولنه چې د ګڼو اسلامي هېوادونو غړیتوب لري، د افغانستان د وضعیت په اړه د سیاسي او ډیپلوماټیکو مشورو او همغږۍ لپاره د وزیرانو د اړیکو ډله جوړه کړې ده.

 

د یادونې ده چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل د افغانستان د سیاسي وضعیت، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو او نړیوالو غوښتنو له موضوعاتو سره تړلی دی.