تیراه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د خېبر ضلعې تیراه ته له تېرې اوونۍ راهیسې شاوخوا دوه زره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي، خو لا هم د ټولو بې کوره شویو کورنیو د ستنېدو او بیا ابادۍ په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.
د تیراه میدان په لر باغ مرکز کې له ۱۱ میاشتو وروسته یو شمېر دوکانونه بېرته پرانیستل شوي او د خوراکي توکو او دواګانو خرڅلاو هم پیل شوی دی. د سیمې مرکزي جامع جومات هم پرانیستل شوی او خلکو پکې له اوږدې مودې وروسته د جمعې لمونځ ادا کړی دی.
خو تیراه ته د سامان وړلو کرایې له شپږ زره څخه ۱۸ زره روپیو ته لوړې شوې دي، چې له امله یې دوکانداران او عام خلک له مالي ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو د ستنېدو تګلاره
د خېبر ضلعي انتظامیې د نومبر په ۱۲مه تیراه ته د کډوالو د مرحله وارې ستنېدنې بهیر پیل کړی و. د دې تګلارې له مخې، د هرې بې کوره شوې کورنۍ یوازې یو تن ته تیراه ته د تلو اجازه ورکول کېږي.
د سیمې د قبایلي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي د هغو کسانو نومونه انتظامیې ته ورکوي چې خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي. په لومړي سر کې هره ورځ د ۶۰۰ کسانو د لېږلو پلان جوړ شوی و، خو په لومړیو درېو ورځو کې یوازې شاوخوا ۶۵۰ کسان ستانه شوي وو. په باړه کې د نوي کمر په سیمه کې د دغو کسانو د نوم لیکنې مرکز جوړ شوی دی.
د تیراه خلک ولې بې کوره شول؟
د روان ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د تیراه زرګونو کورنیو د زیاتېدونکې ناامنۍ او د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې د خپلو کورونو پرېښودل پیل کړل. ډېری دغو کورنیو په باړه، پېښور، نوښار او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې پناه اخیستې ده.
په هغه وخت کې د قبایلي مشرانو، امنیتي چارواکو او ضلعي انتظامیې ترمنځ د کډوالو د ستنېدو، مالي مرستو او بیا ابادۍ په اړه خبرې شوې وې.
کډوالو ته ویل شوي وو چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته به خپلو کورونو ته ستانه شي، خو لس میاشتې تېرې شوې او لا هم د ټولو کورنیو د ستنېدو بهیر نه دی پیل شوی.
څومره کورنۍ بې کوره شوې دي؟
د ضلعي انتظامیې په ریکارډ کې تر ۴۰ زرو زیاتو کورنیو نوم لیکنه شوې، خو د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) د ۲۲ زره ۷۱۰ کورنیو تصدیق کړی دی.
د ادارې د معلوماتو له مخې، تصدیق شویو کورنیو ته د سفري لګښتونو په ګډون دوه لکه او ۴۰ زره روپۍ او د دوو میاشتو لپاره هره میاشت ۳۵ زره روپۍ ورکړل شوې دي. خو د کډوالو استازي وایي، ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.
د کډوالو د ستنېدو ځنډ
د روان کال په جولای کې د قبایلي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د اکتوبر لسمه تیراه ته د کډوالو د ستنېدو لپاره ټاکل شوې وه. د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي د سپتمبر په میاشت کې هم د کډوالو د ستنېدو او په تیراه کې د بنیادي سهولتونو د بحالولو ډاډ ورکړی و. خو د اکتوبر په لسمه د کډوالو د ستنېدو بهیر وځنډول شو.
د ژمي راتګ او د بیا ابادۍ ستونزې
د تحریک متاثرین تیراه ویاند صحبت خان اپرېدی وایي، ډېری کورنۍ دومره پیسې نه لري چې خپل ویجاړ شوي کورونه پرې ورغوي. د نوموړي په وینا، سخت یخ او د واورې ورېدو موسم هم د کورونو د رغولو په وړاندې لوی خنډ دی.
ضلعي انتظامیې تر دې وړاندې ویلي وو چې تیراه ته ستنېدونکي کسان به د سفر، خوراک او د خپلو کورونو د رغولو لګښتونه پخپله پوره کوي. د تیراه قبایلي مشرانو له حکومته د سکولونو، روغتیایي مرکزونو، سړکونو، پلونو، برېښنا، د څښاک پاکو اوبو او مخابراتي سهولتونو د بحالولو غوښتنه کړې ده.
که څه هم تیراه ته د شاوخوا دوه زره کسانو له ستنېدو سره په سیمه کې محدودې کاروباري هلې ځلې بیا پیل شوې دي، خو لا هم زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو لرې د کډوالۍ ژوند تېروي.
حکومتي چارواکو تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو کډوالو د ستنېدو وروستۍ نېټه او د ویجاړو شویو کورونو د بیا ابادۍ لپاره بشپړه تګلاره نه ده اعلان کړې.


ابراهیم شینواری