مادرید (شال نیوز) : د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، په افغانستان کې به سیاسي بهیر پیل شي او افغان ښځې باید په دغه بهیر کې د مشرتابه رول لوبولو ته چمتووالی ونیسي.
رینا امیري دا څرګندونې د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د افغانستان د ښځو په اړه په جوړه شوې څلورمه غونډه کې کړې دي. هغې ویلي، افغان ښځې باید د خپل هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه په پرېکړو کې فعاله ونډه واخلي او د راتلونکي سیاسي بهیر د مشرتابه لپاره ځانونه چمتو کړي.
امیري په خپلو څرګندونو کې د سیاسي بهیر د پیل کره نېټه، څرنګوالی او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ممکنه رول په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په دې وروستیو کې د طالبانو ځینو مشرانو هم له نورو سیاسي ډلو سره په حکومت کې د څوکیو د شریکولو په اړه خبرې کړې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم رسمي پلان نه دی اعلان شوی.
له بلې خوا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د یوه ټولشموله سیاسي نظام د جوړېدو غوښتنې شوې دي، خو د طالبانو حکومت لا هم تر ډېره د خپلې ډلې له غړو جوړ دی.
رینا امیري، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت کې یې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه کار کړی، په افغانستان کې د ښځو د سیاسي ګډون او د هغوی د حقونو د خوندي کولو ملاتړ کوي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې امیري د کوم مشخص سیاسي نوښت په اړه خبرې کړې او که یې په راتلونکي کې د سیاسي مذاکراتو د پیل امکان یاد کړی دی. طالبانو هم تر اوسه د هغې پر دغو څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز