کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په مرکز کوټه کې خبریالانو په رسنیزو ادارو کې د کارکوونکو د پرله‌پسې ګوښه کولو او د هغوی د حقونو د غوښتنې په موخه ۲۴ ساعته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

 

دغه احتجاجي پرلت د پاکستان د فدرالي خبریالانو د اتحادیې په غوښتنه جوړ شوی، چې د یادې اتحادیې مشر افضل بټ، د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې مشر منظور احمد رند او د صوبې له بېلابېلو سیمو څخه سلګونو خبریالانو پکې ګډون کړی دی.

 

د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې مشر منظور احمد رند احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل، خبریالانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د غوښتنو د منلو لپاره د احتجاج لاره خپله کړې ده.

 

نوموړي وویل، په رسنیزو ادارو کې په پراخه کچه خبریالان او نور کارکوونکي له دندو ګوښه کېږي، چې اغېزې یې یوازې پر بې‌روزګاره شوي کارکوونکي نه، بلکې پر ټوله کورنۍ پرېوځي.

 

د هغه په وینا، له دندې څخه ناڅاپي ګوښه کېدل خبریالان له ذهني فشار او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کوي. د احتجاج ګډونوالو د خپلو حقونو د خوندیتوب او د غوښتنو د منلو په ملاتړ شعارونه ورکړل.

 

په همدې حال کې د مجلس وحدت مسلمین یوه پلاوي هم د خبریالانو احتجاجي کېمپ ته ورغی او له هغوی سره یې د پیوستون څرګندونه وکړه.

 

د مدني ټولنې استازي بهرام لاهړي هم احتجاج کوونکو ته وینا وکړه، په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي د بلوچستان صوبایي مشر مولانا هدایت الرحمن هم د خبریالانو کېمپ ته ورغی او له هغوی سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

 

د خبریالانو په وینا، دغه احتجاجي پرلت به ۲۴ ساعته دوام وکړي.