مادرید (شال نیوز) : د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس ویلي، هېواد به یې تر هغه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې طالبان خپلې نړیوالې ژمنې عملي نه کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.
البارس دا څرګندونې د نومبر په ۲۳مه، د دوشنبې په ورځ، د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د افغان ښځو په اړه څلورمې غونډې ته په وینا کې کړې دي. نوموړي ویلي، طالبانو له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګولي دي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغان ښځو حقونه باید له طالبانو سره د سیاسي معاملو او نړیوالو اړیکو د ښه کولو په بدل کې قرباني نه شي. هغه زیاته کړې چې د ښځو حقونه اساسي بشري حقونه دي او د سیاسي مصلحتونو له امله باید تر پښو لاندې نه شي.
البارس ویلي، هسپانیه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دروازې د هغو افغان ښځو پر مخ پرانیستې دي چې غواړي خپلې ستونزې، اندېښنې او غوښتنې شریکې کړي.
نوموړي د جنسیتي اپارټایډ د نړیوالې حقوقي پېژندنې ملاتړ هم کړی او ویلي یې دي چې هسپانیه غواړي دا موضوع د بشریت ضد جرمونو په اړه په نړیوال کنوانسیون کې شامله شي.
د هغه په وینا، د بشري حقونو د سرغړونو عاملان باید حساب ورکړي او قربانیانو ته عدالت ورسول شي، ځکه له حساب ورکولو او عدالت پرته تلپاتې سوله نه شي راتلای. البارس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو څارنې او ثبتولو ته دوام ورکړي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز دی، د ښځو پوهنتونونه تړل شوي او په ګڼو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د هغوی پر کار محدودیتونه لګېدلي دي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار په اړه یې پرېکړې د اسلامي شریعت له مخې کړې دي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار د دغو محدودیتونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.


شال نیوز