پېښور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي اعلان کړی چې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) د ۱۲م پړاو سیالۍ به په پېښور کې هم ترسره شي او د دې لیګ پرانیستونکې لوبه به هم په دغه ښار کې وي.

 

د نومبر په ۲۳ مه محسن نقوي د خیبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د پېښور د کرکټ مینه ‌وال له ډېرې مودې راهیسې په خپل ښار کې د پي اېس اېل سیالیو د ترسره کېدو په تمه دي.

 

د هغه په وینا، پېښور ته د پي اېس اېل د لوبو د وړلو موخه د پاکستان کرکټ لپاره د دغه ښار د ونډې او خدمتونو درناوی دی. نقوي زیاته کړې، تمه لري چې د پېښور اوسېدونکي به د دې سیالیو هرکلی په هماغه لېوالتیا او تودو احساساتو وکړي چې له امله یې پېژندل کېږي.

 

هغه ویلي، د درې اړخیزې لوبلړۍ او پي اېس اېل سیالیو له ترسره کېدو وروسته به په پېښور کې نړیوالې کرکټ لوبې هم تنظیم کړي. د پاکستان کرکټ بورډ مشر ویلي، تېر کال یې هم هڅه کړې وه چې د پي اېس اېل سیالۍ پېښور ته یوسي، خو هغه مهال دا کار ممکن نه شو.

 

د هغه په وینا، په خیبر پښتونخوا کې د کرکټ ډېر استعدادونه شته او د دې لوبو په ترسره کېدو سره به د صوبې ځوانانو ته د سپورټ په برخه کې نور فرصتونه هم برابر شي.

 

نقوي ادعا کړې چې د پاکستان د کرکټ په ملي لوبډله کې د خیبر پښتونخوا د لوبغاړو ونډه د پام وړ ده او د ملي لوبډلې نږدې هر درېیم لوبغاړی له همدې صوبې سره تړاو لري.

 

بلخوا د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، د ارباب نیاز لوبغالي نوم پخواني حکومت بدل کړی و، خو دوی به یې پخوانی نوم بېرته ورغوي. کنډي پر تېر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په ۱۳ کلونو کې یې د لوبو لپاره یو نوی لوبغالی هم نه دی جوړ کړی.