اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ویلي چې د ماشومانو د حقونو ساتنه، ښه روزنه او هغوی ته د خوندي ژوند برابرول یوازې د حکومت نه، بلکې د ټول ملت ګډ مسوولیت دی.

 

نوموړي دا خبرې په اسلام اباد کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه یوې قامي غونډې ته کړې دي. دغه غونډه «په پاکستان کې د ماشومانو د ساتنې لپاره د قانوني چوکاټ پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې د پاکستان د پارلماني خدمتونو په انسټیټیوټ کې جوړه شوې وه.

 

غونډه د قامي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو پارلماني کمېټې د مشرې ډاکټر نکهت شکیل خان په مشرۍ او د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې «سېو دي چلډرن» په همکارۍ جوړه شوې وه.

 

سردار ایاز صادق وویل، په پاکستان کې د شتمنو او بې‌وزلو کورنیو د ماشومانو ترمنځ د تعلیم، خوراک، صحت او نورو بنیادي اسانتیاوو په برخه کې لوی توپیرونه موجود دي چې د ختمولو لپاره یې جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

 

د هغه په وینا، میلیونونه ماشومان د غربت، خوارځواکۍ، جبري مزدورۍ، تشدد او د مناسبې روزنې د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي. نوموړي وویل، هر ماشوم حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، ښه تعلیم ترلاسه کړي، مناسب خوراک او روغتیايي اسانتیاوې ولري او له هر ډول تشدد او ناوړه چلند څخه خوندي وي.

 

د قامي اسمبلۍ سپیکر د ماشومانو په روزنه کې د مور او پلار او تعلیمي ادارو کردار هم مهم وباله. هغه وویل، ماشومانو ته باید د کتابي تعلیم ترڅنګ ښه اخلاق، ټولنیز اداب، د نورو د حقونو درناوی او د ټولنې پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو پېژندنه هم ورزده شي.

 

ایاز صادق زیاته کړه چې د ماشومانو د ستونزو حل یوازې د یوه وزارت یا ادارې په وس کې نه دی، بلکې د تعلیم، صحت، اقتصادي چارو او ټولنیزې هوساینې اړوند ادارې باید په ګډه کار وکړي. نوموړي د قامي اسمبلۍ د ښځو پارلماني کمېټې، د ماشومانو د حقونو کمېټې، د ځوانو پارلماني غړو فورم او د دوامدارې پراختیا د موخو سکرتریت هڅې وستایلې.

 

هغه وویل، وفاقي حکومت، صوبايي حکومتونه، صوبايي اسمبلۍ، د ازاد کشمیر قانون جوړونکې اسمبلۍ او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ باید د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د قوانینو په جوړولو او عملي کولو کې یو له بل سره همکاري وکړي.

 

د قامي اسمبلۍ سپیکر هیله څرګنده کړه چې دغه غونډه به د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره د موجوده قوانینو د اصلاح، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د عملي اقداماتو په برخه کې مرسته وکړي.

 

په پاکستان کې د ماشومانو له تعلیم څخه پاتې کېدل، په کم عمر کې مزدوري، خوارځواکي او د هغوی پر وړاندې تشدد له هغو مهمو ستونزو څخه دي چې د ماشومانو د حقونو فعالان یې د مخنیوي غوښتنه کوي.