پېښور (شال نیوز) : د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې د ۶۵ کلونو او تر دې پورته عمر لرونکو ناروغانو لپاره ځانګړی کاونټر جوړ شوی، چې موخه یې د مشرانو وګړو لپاره د درملنې بهیر اسانه کول او د کتارونو له اوږده انتظار څخه ژغورل دي.

 

د روغتون د چارواکو په وینا، دغه کاونټر د ليډي ريډنګ روغتون د ادارې او د بلو وینز په نوم د یوې غیر دولتي ادارې په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی. کاونټر هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلورو بجو پورې فعال وي او په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ مشرانو ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابروي.

 

د سیمې اوسېدونکی فضل ربي د دې اسانتیا هرکلی کوي او وايي، د مشرانو ناروغانو لپاره د ځانګړي کاونټر جوړېدل به روغتون ته د هغوی تګ او د درملنې ترلاسه کول اسانه کړي.

 

د روغتون د چارواکو په خبره، د «بزرګ شهري» په نوم دغه کاونټر ته مراجعه کوونکو ۶۵ کلونو څخه د زیاتو عمر لرونکو ناروغانو ته ځانګړې پرچه ورکول کېږي، چې له مخې یې هغوی کولای شي د عادي کتار له انتظار پرته اړوند ډاکټر ته مراجعه وکړي.

 

بل ځايي اوسېدونکی رحمت الله هم دغه ګام ګټور بولي، خو وايي چې په روغتون کې د ناروغانو لپاره د نورو اسانتیاوو برابرولو ته هم اړتیا ده.

 

د ليډي ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، دغه روغتون ته هره ورځ شاوخوا پنځه زره ناروغان د درملنې لپاره ورځي، چې له ډلې یې نږدې ۶۰ کسان د ۶۵ کلونو څخه زیات عمر لري او د ځانګړي کاونټر له لارې اسانتیا ترلاسه کوي.

 

که څه هم مشران ناروغان د ځانګړي کاونټر له جوړېدو خوښ دي، خو په روغتون کې د بسترونو د کمښت ستونزه هم یوه جدي اړتیا بولي. د دوی په وینا، له لرې پرتو سیمو څخه روغتون ته د درملنې لپاره راتلونکي ناروغان د بسترونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ کېږي او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.