پاړه چنار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کورمه ضلعه کې د تعلیم محکمې له خوا د برې او کوزې کورمې د سرکاري سکولونو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ او والي بال مقابلې شوې دي.

 

دغه مقابلې د پاړه چنار په سپورټس کمپلېکس کې ترسره شوې چې پکې د بېلابېلو سکولونو لوبډلو برخه واخیسته. د مقابلو لیدو ته له صدې، پاړه چنار او نورو سیمو ګڼ شمېر خلک هم ورغلي وو.

 

د کرکټ په مقابلو کې د ګورنمنټ های سکول مالي خېل لوبډلې ګورنمنټ های سکول تندو ته ماتې ورکړه، جبکہ په بله مقابله کې فیډرل ماډل پبلک سکول د ګورنمنټ هایر سېکنډري سکول بدامه لوبډلې ته په ماتې ورکولو کامیابي ترلاسه کړه.

 

د والي بال په مقابلو کې هم د بېلابېلو تعلیمي ادارو لوبډلو برخه واخیسته، خو د دغو مقابلو د نتیجو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

د تعلیم محکمې په وینا، د دغو مقابلو مقصد زده کوونکي لوبو ته هڅول، د هغوی بدني او ذهني صلاحیتونو ته وده ورکول او له تعلیم سره د نورو مثبتو سرگرمیو لپاره موقعې برابرول دي.

 

د مقابلو پر مهال د برې او کوزې کورمې زده کوونکي، استادان او عام خلک په یوه میدان کې سره راټول شوي وو. نندارچیانو د خپلو لوبډلو ترڅنګ د نورو سیمو د لوبغاړو حوصله افزایي هم کوله.

 

کورمه په تېرو کلونو کې د فرقه ییزو شخړو او وسله والو نښتو له امله له سختو حالاتو سره مخ پاتې شوې ده. د دغو شخړو له امله د سیمې لارې څو ځله تړل شوې او د خلکو د ورځني ژوند ترڅنګ تعلیمي چارې هم اغېزمنې شوې دي.

 

د سیمې خلک وايي، په داسې حالاتو کې د بېلابېلو سیمو د زده کوونکو ترمنځ د لوبو مقابلې د اړیکو په ښه کولو او د یو بل په پېژندلو کې مرسته کولای شي.

 

د هغوی په وینا، د برې او کوزې کورمې د سکولونو ترمنځ باید دا ډول مقابلې په مستقل ډول ترسره شي، څو زده کوونکو ته د خپلو صلاحیتونو ښودلو او له نورو سیمو د ځوانانو سره د لیدو موقعې برابرې شي.

 

په پاړه چنار کې دا مقابلې په داسې وخت کې شوې چې د کورمې خلک له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د امن، د لارو د خلاصېدو او د عادي ژوند د بحالېدو غوښتنې کوي.