مادرید (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای ویلي، باور لري چې په افغانستان کې به د طالبانو اوسنی نظام یوه ورځ پای ته ورسېږي او د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض د ختمولو مبارزه به بریالۍ شي.
نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د افغان ښځو په اړه څلورمې غونډې ته په انلاین وینا کې کړې دي. پیلای د سویلي افریقا د نژادي توپیر د نظام د ختمېدو مثال ورکړی او ویلي یې دي چې یو وخت د دغه نظام پای ته رسېدل ناشوني ښکارېدل، خو د خلکو اوږدې مبارزې بالاخره دا نظام ختم کړ.
هغې وویل: «په سویلي افریقا کې د اپارټایډ ختمېدل یو وخت لرې او ناشونی خوب ښکارېده، خو بالاخره پای ته ورسېد. زه باور لرم چې په افغانستان کې به هم یوه ورځ جنسیتي اپارټایډ ختم شي او دا نظام به پای ته ورسېږي.»
د ملګرو ملتونو دې پخوانۍ چارواکې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د ښځو او نجونو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راغلی او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه لا هم دوام لري.
د نوموړې په وینا، له هرو لسو افغان ښځو څخه اته یې نه کار لري او نه هم زدهکړو ته لاسرسی لري. هغې ټینګار کړی چې د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول په دین، کلتور او دودونو نه شي توجیه کېدای. پیلای د جرمونو د نړیوالې محکمې هغو اقداماتو ته هم اشاره کړې چې د طالبانو د مشرانو د نیولو په تړاو شوي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي وو. پر دواړو د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د بشریت ضد جرم تورونه لګول شوي دي.
ناوي پیلای د دغو اقداماتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو د سرغړونو مسوول کسان باید عدالت ته وسپارل شي. هغې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو او د طالبانو د ځواب ویلو لپاره دې له ټولو شته نړیوالو قانوني لارو کار واخلي.
نوموړې ویلي، د ښځو د حقونو لپاره نړیوالې هڅې باید د افغان ښځو په مشرۍ او د هغوی په فعاله ونډه پر مخ یووړل شي. پیلای د طالبانو له خوا په عام محضر کې د ښځو د سنګسارولو ګواښونه هم غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول سزاګانې عدالت نه، بلکې د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل دی.
هغې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې له سختو محدودیتونو سره سره ښځو د خپلو حقونو غوښتنه نه ده پرېښې. د نوموړې په وینا، افغان ښځې د بشري حقونو سرغړونې ثبتوي، په کورنیو ټولګیو کې زدهکړو ته دوام ورکوي او په جلاوطنۍ کې هم د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
پیلای افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: «تاسو یوازې هغه قربانیانې نه یاست چې د ژغورنې په تمه ناستې یاست، بلکې د بشري حقونو مدافعانې او د بدلون راوستونکې یاست.»
هغې د ښځو د حقونو په مبارزه کې د افغان نارینهوو ملاتړ هم مهم بللی او ویلي یې دي چې د برابرۍ او عدالت لپاره د ټولنې د ټولو برخو ګډې هڅې ضروري دي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی او په پوهنتونونو کې هم د ښځو زدهکړې درول شوې دي. پر دې سربېره، په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو او په عام ژوند کې د هغوی پر ګډون محدودیتونه لګول شوي دي.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوال سازمانونه د طالبانو دغه تګلارې جنسیتي اپارټایډ بولي، خو دا اصطلاح لا د نړیوالو جرمونو په موجود قانوني چوکاټ کې د یوه خپلواک جرم په توګه نه ده تعریف شوې. طالبان بیا وايي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او د خپلې واکمنۍ پر وړاندې نړیوالې نیوکې ردوي.


شال نیوز