کابل (شال نیوز) : زن ټایمز رسنۍ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د مسلکي او مالي ملاتړ لپاره یو لس میاشتنی پروګرام اعلان کړی چې له مخې به یې ۱۲ ښځینه خبریالانو ته د روزنې ترڅنګ د تنخوا په بدل کې د خبریالۍ موقع ورکول کېږي. د زن ټایمز د اعلان له مخې، دغه پروګرام به د ۲۰۲۷ کال په فرورۍ میاشت کې پیل شي او د هغو ښځینه خبریالانو لپاره جوړ شوی چې د افغانستان دننه ژوند او کار کوي.
د پروګرام ګډونوالو ته به د خبریالۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي روزنه، د تجربه لرونکو خبریالانو لارښوونې او مالي مرسته ورکول کېږي، څو هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه جوړ کړي. زن ټایمز وايي، د دغه پروګرام مقصد په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د مسلکي وړتیاوو زیاتول او هغوی ته د کار د دوام زمینه برابرول دي.
د زن ټایمز په وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هرې منتخبې خبریالې ته به میاشتني ۲۵۰ امریکايي ډالر تنخوا ورکول کېږي، چې په لسو میاشتو کې ټول ۲۵۰۰ ډالر کېږي. د پروګرام په موده کې به د خبریالۍ ۲۰ ځانګړي روزنیز ورکشاپونه جوړېږي او ګډونوالې به هره اوونۍ د زن ټایمز له اېډېټرانو سره په اداری غونډو کې ګډون کوي.
زن ټایمز وايي، هغو ښځینه خبریالانو ته به لومړیتوب ورکول کېږي چې د خبریالۍ تجربه لري او په هغو ولایتونو کې ژوند کوي چې د ښځینه خبریالانو پر کار بشپړ بندیز لګول شوی دی. په ځانګړي ډول به د افغانستان د جنوبي او ختیځو ولایتونو ښځینه خبریالانو ته ترجیح ورکول کېږي.
د پروګرام لپاره درخواست کوونکې باید د افغانستان اوسېدونکې وي، په پښتو یا دري ژبه پوره پوهه ولري، لیک لوست او د کمپیوټر استعمال یې زده وي او انټرنېټ ته لاسرسی ولري. دغه راز درخواست کوونکې باید په انلاین غونډو کې د ګډون او له نورو خبریالانو سره په ګډه د کار کولو وړتیا ولري او د خپلواکې او مسلکي خبریالۍ اصولو ته ژمنې وي.
د پروګرام لپاره د نوم لیکنې بهیر د نومبر په ۲۳مه پیل شوی او د درخواستونو جمع کولو وروستۍ نېټه د ډسمبر ۱۵مه ټاکل شوې ده. دغه پروګرام په داسې وخت کې اعلان شوی چې په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم، روزګار او په رسنیو کې پر فعالیت د محدودیتونو له کبله ښځینه خبریالانې له ګڼو مسلکي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
زن ټایمز تمه لري چې دغه پروګرام به ښځینه خبریالانو ته نه یوازې د کار او روزنې موقع ورکړي، بلکې په راتلونکي کې به ورته له نورو رسنیو سره د کار او د تعلیمي وظیفو ترلاسه کولو لارې هم پرانیزي. د پروګرام په اړه نور معلومات او د درخواست فارم د زن ټایمز په رسمي وېبپاڼه په پښتو او دري ژبو موجود دي.
https://zantimes.com/fa/zan-times-fellowship


شال نیوز