پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نیب) له یو کال نه د زیاتو تحقیقاتو وروسته د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د څه باندې ۳۷ اربه روپو د مبینه مالي درغلۍ په مقدمه کې د ۱۴۱ کسانو پر ضد د پېښور په احتساب عدالت کې ریفرنس دایر کړی دی.
د نیب مرستیال پراسیکیوټر جنرل محمد علي د نومبر په ۲۳مه د احتساب عدالت انتظامي جج محمد ظفر ته د څه باندې ۳۶ زره پاڼو ریفرنس وړاندې کړی دی. په تورنو کسانو کې د حسابونو او تعمیراتو محکمو چارواکي، د بېنکونو ملازمین، ټېکداران او هغه کسان شامل دي چې د نیب په وینا، د درغلۍ په پیسو یې په نومونو جایدادونه اخیستل شوي دي.
نیب د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د دغې مبینه مالي درغلۍ تحقیقات پیل کړي وو. د نیب ادعا ده چې د سرکاري محکمو چارواکو، د بېنکونو ملازمینو او ټېکدارانو په ګډه د جعلي اسنادو له لارې له سرکاري خزانې اربونه روپۍ ایستلې دي.
د تحقیقاتو ترمخه، دغه پیسې له هغه سرکاري حساب نه ایستل شوې دي چې د ټېکدارانو د ضمانتي پیسو لپاره ځانګړی شوی و. نیب وایي، د شاوخوا لسو کلونو په موده کې له دغه حساب نه په غیرقانوني توګه پیسې ایستل شوې دي.
د ادارې په وینا، ځینو ټېکدارانو د هغو تعمیراتي منصوبو په نوم هم پیسې اخیستې دي چې کار پرې نه و شوی. د دغې مقدمې په مهمو تورنو کسانو کې قیصر اقبال هم شامل دی چې د بر کوهستان په داسو کې د تعمیراتو او مواصلاتو محکمې هېډ کلرک پاتې شوی دی.
نوموړی د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې نیول شوی و. په مقدمه کې یو بل مهم تورن کس محمد ریاض دی چې د نېشنل بېنک پخوانی ملازم دی او وروسته یې د ټېکدارۍ کاروبار پیل کړی و. نیب ادعا کوي چې نوموړي د خپلو شپږو وروڼو په نومونو هم تعمیراتي کمپنۍ جوړې کړې وې.
د نیب د معلوماتو ترمخه، تر دې دمه له ۳۲ نه زیات تورن کسان نیول شوي او ۱۲ کسانو له دغې ادارې سره د پیسو او جایدادونو د بېرته سپارلو قانوني تړونونه کړي دي. د پاکستان د حکومت د اطلاعاتو ادارې د روان کال د جون په دویمه نېټه ویلي وو چې نیب د دغې مقدمې په تړاو د څه باندې شپږو اربو روپو پیسې او جایدادونه د خېبر پښتونخوا حکومت ته سپارلي دي.
نیب په جون میاشت کې ویلي وو چې د څه باندې ۲۷ اربه روپو جایدادونه او نورې شتمنۍ یې کنګل کړې دي او د قانوني تړونونو له لارې یې د څه باندې لسو اربو روپو شتمنۍ ترلاسه کړې دي. په دغو شتمنیو کې نغدې پیسې، سره زر، بهرني اسعار، قیمتي ګاډي، کورونه، پلازې او تجارتي جایدادونه شامل دي.
د ریفرنس له دایر کېدو وروسته به احتساب عدالت د نیب له خوا وړاندې شوي شواهد او پر تورنو کسانو لګېدلي تورونه څېړي. تر اوسه د ټولو تورنو کسانو دریځ مخې ته نه دی راغلی او عدالت هم په دې مقدمه کې کومه حتمي فیصله نه ده کړې.


شال نیوز