باجوړ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د ډیفتیریا ناروغۍ له امله د یو تن د شکمنې مړینې وروسته د صحت محکمې تحقیقات او احتیاطي اقدامات پیل کړي دي. تر اوسه د لابراتوار له لارې د دې ناروغۍ پخلی نه دی شوی او دا هم نه ده معلومه چې په سیمه کې څومره نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

 

ډیفتیریا یوه ساري ناروغي ده چې د بکتریا له امله پیدا کېږي او زیاتره د ناروغ کس د ټوخي او پرنجي له لارې نورو کسانو ته خپرېږي. د صحت د نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په وینا، د ستوني درد، تبه، د غاړې پړسوب، کمزوري او په ساه اخیستو کې مشکل د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.

 

د صحت ماهرین وايي، هغه ماشومان چې حفاظتي ټیکې یې نه وي لګولې، په دې ناروغۍ د اخته کېدو له زیات خطر سره مخ دي. که د دې ناروغۍ پر وخت علاج ونه شي، د زړه، اعصابو او ساه اخیستو نظام ته زیان رسولی شي او د مرګ سبب هم کېدای شي.

 

ماهرین والدینو ته سپارښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته ټولې حفاظتي ټیکې ولګوي او که په ماشومانو کې د دې ناروغۍ نښې څرګندې شي، نو سمدستي یې نږدې هسپتال ته ورسوي. د باجوړ د صحت محکمې تر اوسه د شکمنو ناروغانو د شمېر، د مړه شوي تن د عمر او د هغه د استوګنې د سیمې په اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي.