کابل (شال نیوز) : د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د غوښې، پیو او د پیو د پیداوارو دولتي شرکت قطر ته درې ټنه غوښه لېږلې ده. دغه ریاست وايي، قطر ته د غوښې لېږل د افغانستان د کورنیو پیداوارو لپاره د بهرنیو منډیانو په موندلو او د مالدارۍ په وده کې یو مهم ګام دی.

 

د ریاست په وینا، بهرنیو هېوادونو ته د غوښې او نورو کرنیزو پیداوارو لېږل د مالدارانو د عایداتو په زیاتېدو او د هېواد د اقتصاد په ښه کېدو کې مرسته کولای شي. مالداري د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خلکو د روزګار یوه مهمه وسیله ده. ګڼې کورنۍ د څارویو په ساتلو او د غوښې، پیو، مستو، کوچو او غوړو په خرڅولو خپل ګوزران کوي.

 

قطر او د خلیج نورو هېوادونو ته د غوښې لېږل د افغان مالدارانو او سوداګرو لپاره د روزګار نوي فرصتونه برابرولای شي. د دولتي شرکتونو لوی ریاست دا نه دي ویلي چې قطر ته کوم ډول غوښه لېږل شوې، بیه یې څومره ده او په راتلونکي کې دغه هېواد ته د څومره غوښې لېږلو پلان لري.