لاهور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مرکزي ویاند محمد اسلم غوري وايي، د پنجاب حکومت په لاهور کې د مولانا فضل الرحمن د استوګنځي شاوخوا امنیتي خنډونه جوړ کړي او د هغه تګ راتګ یې تر خپل کور پورې محدود کړی دی.
نوموړي د نومبر په ۲۴ مه له شال نیوز سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، د مولانا فضل الرحمن د کور شاوخوا زرګونه پولیس ځای پر ځای شوي دي.
د اسلم غوري په وینا، د پنجاب حکومت له دې اقدام مخکې له دوی سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیولې او نه هم مولانا فضل الرحمن په سړک د کومې غونډې پلان درلود چې له امله یې د حکومت له خوا د ۱۴۴مې مادې د پلي کېدو اړتیا پیدا شوې وي.
هغه زیاته کړې، د مولانا فضل الرحمن روغتیايي وضعیت ښه دی او ټاکل شوې ده چې لږه شېبه وروسته د ویډیويي پیغام له لارې خپلو پلویانو ته وینا وکړي.
د جمعیت علمای اسلام مرکزي ویاند دا اقدام د یو جمهوري حکومت له خوا د مارشل لا د دورې له چلند سره ورته بللی او ویلي یې دي چې مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې هم د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال نظر بند شوی و.
اسلم غوري ویلي، د حکومت د دې اقدام پر ضد یې د لاهور هایکورټ ته هم عریضه سپارلې ده، خو د هغه په خبره، تر اوسه د پنجاب حکومت له دوی سره په دې اړه خبرې نه دي کړې.
نوموړي د مولانا فضل الرحمن د تګ راتګ محدودول د نومبر په ۲۶مه په سرګودها کې د جمعیت علمای اسلام د پلان شوې غونډې د مخنیوي هڅه بللې ده.
د هغه په وینا، په سرګودها کې د دغه ګوند یو شمېر غړي هم نیول شوي، خو د نیول شویو کسانو شمېر او د هغوی د ساتلو ځایونه یې نه دي په ډاګه کړي.


شال نیوز