پېښور (شال نیوز) : د پېښور ډویژن کمشنر کېپټن (ر) خالد محمود ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ښار د هديرو پر ځمکو د ناجایزه قبضو ختمولو لپاره عملیات پیل شي. د کمشنر دفتر د معلوماتو له مخې، ضلعي انتظامیې، د اوقافو محکمې او نورو اړوندو ادارو ته امر شوی چې د هديرو د ځمکو حدود معلوم او په نښه کړي.
په دغو هديرو کې بېري باغ، اخون اباد، رحمان بابا، کاکشال او د پېښور ښار او شاوخوا سیمو نورې لویې هديرې شاملې دي. کمشنر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د هديرو د ځمکو د حدودو معلومولو او د ناجایزه قبضو ختمولو لپاره بېلې ډلې جوړې کړي، چې دواړه کارونه په یو وخت روان وي.
د خالد محمود په وینا، پر کومو ځمکو چې ناجایزه قبضې شوې وي، له نښه کولو وروسته به قبضه کوونکو ته ۲۴ ساعته مهلت ورکول کېږي چې په خپله قبضې ختمې کړي. نوموړي ویلي، که قبضه کوونکي په ټاکلي وخت کې ځمکې خالي نه کړي، انتظامیه به یې پر ضد کارروایي کوي.
د پېښور کمشنر ویلي چې د هديرو د ځمکو ساتنه د انتظامیې له لومړیتوبونو څخه ده او د ناجایزه قبضو پر ضد به له توپیر پرته کارروایي کېږي. په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د پېښور د هديرو پر څومره ځمکه ناجایزه قبضې شوې دي.


شال نیوز