پېښور (شال نیوز) : د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د خېبر پښتونخوا د پولیسو له مشر څخه د سهیل اپریدي د درک په اړه رپورټ غوښتی دی. عدالت د نومبر پر ۲۵مه د پېښور پر راډیو پاکستان د برید د مقدمې د اورېدنې پر مهال د صوبې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ته امر کړی چې د سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف د غړي عامر خان څمکني د درک په اړه رپورټ وړاندې کړي.
د ترهګرۍ ضد عدالت جج ولي محمد خان د مقدمې راتلونکې اورېدنه د دسمبر پر دویمه نېټه ټاکلې ده. وکیل انعام یوسفزي عدالت ته ویلي چې سهیل اپریدی او عامر خان څمکنی دواړه په حفاظتي تحویل کې دي، نو ځکه باید د هغوی د اشتهاري ګرځولو قانوني کارروایي ودرول شي.
نوموړي عدالت ته دا هم ویلي چې د صوبې دوه پخواني وزیران تیمور سلیم جګړا، کامران بنګش او د تحریک انصاف مشر عرفان سلیم هم له عدالت څخه د ضمانت اخیستو باوجود د عامه نظم ساتلو د قانون لاندې نیول شوي دي.
بلخوا د راډیو پاکستان وکیل شبیر حسین ګیګیاڼي د دغه درخواست مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه په عدالت کې داسې کوم سرکاري سند نه دی وړاندې شوی چې د سهیل اپریدي او عامر خان څمکني په حفاظتي تحویل کې ساتل ثابت کړي.
نوموړي ویلي چې د سهیل اپریدي د ورکېدو په اړه په پېښور های کورټ او وفاقي آئیني عدالت کې هم درخواستونه جمع شوي، خو تر اوسه په دغو عدالتونو کې هم د هغه د نیول کېدو په اړه سرکاري رپورټ نه دی وړاندې شوی. سهیل اپریدی د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې، چې په خېبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شو، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
د اکتوبر پر ۱۲مه د کورنیو چارو وفاقي وزیر مملکت ویلي وو چې سهیل اپریدی او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي تحویل کې ساتل شوي دي. د نومبر پر ۱۴مه عدالت د سهیل اپریدي او عامر خان څمکني د اشتهاري ګرځولو کارروایي وروسته له هغې پیل کړې وه چې پولیسو عدالت ته ویلي وو چې د دواړو کسانو په موندلو کې پاتې راغلي دي.
د سهیل اپریدي او تحریک انصاف د نورو غړو پر ضد دغه مقدمه د ۲۰۲۳ کال د مې له نهمې او لسمې نېټې سره تړاو لري، چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته په پېښور کې د احتجاجونو پر مهال د راډیو پاکستان ودانۍ ته اور اچول شوی و. سهیل اپریدی او د تحریک انصاف څلور نور غړي وروسته د تحقیقاتو په رڼا کې په دغه مقدمه کې نومول شوي وو.
تر اوسه عدالت په دې مقدمه کې د سهیل اپریدي او عامر خان څمکني پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه وروستۍ فیصله نه ده کړې.


شال نیوز