کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر او اوسمهال په بهر کې د اکثریت ګوند مشر، فضل محمود فضلي وایي، امریکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په دغه هېواد کې د خپل حضور بڼه بدله کړې ده.

 

هغه پر خپل فېسبوکپاڼه ویلي، د دوحې تړون له لارې یې د افغانستان د سیاسي وضعیت د مدیریت لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده. فضلي ادعا کړې چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه په ظاهره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې ورته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي.

 

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سیاسي او امنیتي تحولات د یوې نوې سیمه‌ییزې سناریو لومړني ګامونه بللي دي. هغه ادعا کړې چې امریکا د پاکستان په همغږۍ په افغانستان او سیمه کې د یوې نوې جهادي څپې د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي.

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د جګړې، مذاکراتو او بې‌باورۍ بېلابېل پړاوونه تېر کړي دي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر بریدونو وروسته، امریکا پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل او د طالبانو لومړۍ واکمني یې نسکوره کړه او د شل کلنې جګړې په اوږدو کې واشنګټن طالبان خپل پوځي مخالف بلل او د القاعده شبکې سره د هغوی پر اړیکو یې اندېښنه ښودله.

 

خو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه، امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې موخه یې د بهرنیو ځواکونو وتل او د بین‌الافغاني خبرو پیل و. د ۲۰۲۱م کال د اګست په پای کې وروستي امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

 

د ۲۰۲۱م کال تر اګست وروسته، امریکا لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د امنیت، بشري مرستو او د امریکايي وګړو د خوندیتوب په څېر مسایلو کې ورسره محدود او عملي تماسونه لري.

 

د ښځو د حقونو، حکومتولۍ، ترهګرۍ ضد ژمنو او په سیمه کې د طالبانو د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخېدو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې له خنډونو او ابهام سره مخ کړې دي.